Posts

Showing posts with the label د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري تازه پرېکړې.

له کپتانۍ د رشيد خان لرې کېدل سخت غبرګونونه راوپارول؛ ابراهيم ځدراڼ د شل اوریزو لوبډلې نوی کپتان شو

Image
 کابل – د افغانستان کرېکټ بورډ په تازه پرېکړه کې د افغانستان د ملي لوبډلې نوموتی لوبغاړی رشيد خان د شل اوریزو (T20) لوبو له کپتانۍ لرې شوی او پر ځای یې ځوان توپ وهونکی ابراهيم ځدراڼ د لوبډلې نوی کپتان ټاکل شوی دی. د کرېکټ بورډ د دې پرېکړې له اعلان وروسته د کرېکټ په حلقو کې پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي. يو شمېر د کرېکټ  کارپوهان وايي چې د رشيد خان له کپتانۍ لرې کول سمه پرېکړه نه ده، ځکه نوموړي په تېرو کلونو کې د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره مهم رول لوبولی او د هغه مشري د لوبډلې لپاره ګټوره بلل کېده. کارپوهان زياتوي چې رشيد خان نه يوازې د افغانستان، بلکې د نړۍ له غوره شل اوریزو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي او د هغه تجربه د لوبډلې لپاره ډېره ارزښتناکه ده. بل لور ته د کرېکټ زيات شمېر مينوال هم د دې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښيي. دوی په ټولنيزو رسنيو کې پر افغانستان کرېکټ بورډ نيوکې کوي او وايي چې رشيد خان د افغانستان د کرېکټ يو مهم سمبول دی او بايد له کپتانۍ نه وای لرې شوی. تر اوسه د کرېکټ بورډ له لوري د دې پرېکړې د بدلون په اړه څه نه دي ويل شوي، خو تمه کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به د دې ...